ننګرهاریانو دوښمن اوس هم په کمین کې دی !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

               ننګرهار چې د هېواد  په ختیځ لور د لروبرو افغانانو د بیا پیوستون یوه دروازه او په تاریخي خیبر سره د لوی افغانستان د بشپړتیا او عظمت محاذ دی ، د ژمې په موسم د هېواد پلازمېنه او پخپلې پستې هوا او سمسورو باغونو سره ، د هېوادوالو لپاره د سرګرمۍ او تفریح ځای پاتې شوی ، دې اخرو کې د پنجابي دوښمن او د هغو د لاسپوڅو د چلوټو مرکز ګرځېدلای دی .

د فبروري په ۲۵ مه د امریکا غږ په وینا «  د ننګرهار ولایتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې ددغه ولایت ځینو وکیلانو د ننګرهار له والي ګل آغا شیرزي نه غوښتي چې دغه ولایت پرېږدي. دولایتي شورا مرستیال معين شاه وویل د احتجاج په توګه یې د ولايتي شورا دروازې تړلي او دشورا غړو ګواښ کړی تر هغو به بیرته شورا ته رانشي چي ددغه ولايت والي او ورسره چارواکي له دغه ولايته ونه وځي.  »

پوښتنه دا ده ، دغه کسان چې د ننګرهار والي او هغه ته نږدي چارواکي تورنوي ایا دوی خپله له دغو تورونو څخه پاک او سپين چرګان دي ؟

ایا دوی چې یو څو معلوم الحاله کورنیو پورې تړلي کسان دي ، لاسونه يي د ننګرهاریانو په وژلو تر منګولو ککړ نه دي ؟

دغو کسانو او د دوی کورنیو ننګرهار لوټ او چور نکړ ؟ د ننګرهار د قول اردو ټانکونه ، شوبلې ، چرخکې او نور نقلیه وسایل دوی پنجاب ته یو نه وړل او د ټيپرو په تول يي خرڅ نکړل ؟

د ننګرهار د کانال باغونه ، د نارجو او زیتونو ونې د پنجاب په لارښوونه دوی ونه وهل او هغه يي پاکستان ته ونه چلول ؟ د هډي او غازي اباد د فارمونو غواوې او نور څاروي دوي په پنجابیانو لیلام نکړل ؟

دې روستیو څو کلونو کې چې د ننګرهاریانو د لاس په تڼاکو او د تندیو په خولو ننګرهار ساتل شوي او یو څه اباد شوی ، دغه نسبي امنیت او دغه ابادي نه د پنجاب او نه په کور دننه د پنجاب د لاسپوڅو او تالي څټو په زړه ځاییږي !

یوازې تېره اونۍ موږ د جلال اباد ښار په کابل بانک کې د خونړۍ پېښې شاهدان یو . دغه پېښه د هغه کسانو په لاس تر سره شوې چې د پنجابي واکمنانو په لاس روزل شوي او جلال اباد ته را استول شوي . لکه چې ټولو ته ښکاره ده نیول شویو کسانو  پنجاب سره پخپلو اړیکو اعتراف کړی دی .

بلخوا دغه پېښې سره په تړاو پنجاب خپلو لاسپوڅو ته دنده سپاري چې له هرې خوا د ننګرهار د نارامۍ لپاره لاس پکارشي . هغه وکیلان او په ولایتي شورا کې ناست بدماشان چې د اړیکو د رسۍ سر يي ای ایس ای ته رسیږي ، په درواغو سره د ننګرهاریانو په استازیتوب خبرې کوي . دوی د مرکزي حکومت په خلاف پورته کیږي او غواړي چې پخپلې بدماشۍ سره ټول ننګرهاریان بدماش او بلواګر وښۍ . ننګرهار نارام کړي او لکه د سقاو په مهال چې د امان الله خان په وړاندې شینواري راپاڅېدل دا ځل بیا د اړو دوړ او بغاوت اور له ننګرهاره پورته کړي !

خو د ننګرهار ولسونه د هر ډول ستاینې او شاباش وړ دي .   د  فبرورۍ په ۲۶ مه « د ننګرهار د دوه ويشت ولسواليو زرګونه وګړو د ننګرهار د ولسي جرګې د ځينو غړو هغه نيوکې غېرقانوني او د وکيلانو  له واک پورته وبللې چې له امله يې دوى د دغه ولايت د مسولينو د بدليدو غوښتنه کړې وه . »

په هغه غونډه کې چې د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو د استازو په ګډون جوړه شوې وه ، یوه پریکړه  لیک هم خپور شو چې متن يي په دې ډول دی :

«  بسم الله الرحمن الرحيم

نېټه  ٦-١٢-١٣٨٩

داچې ننګرهار تل د سولې  او امن کور او ښه نوم ګټلى ، بازسازي په کې شوې او د خلکو ژوند مثبت بدلون موندلى ، دننګرهار ميشت قومونه تل خپلې مهمې پريکړې  په ننګرهارکې دميشتو قومونو سره په مشورې ترسره کړي ، اوس هم دننګرهار دميشتو قومونو مشران د وروستيو ستونزو  په باب خپل پريکړه ليک دننګرهار دعزت او نوم د ساتنې لپاره په ډول صادروي .

 

داچې دننګرهاردولسي جرګې  يوشمير وکيلان په خپل سر دټولو قوانينو خلاف  دننګرهار  والي ته ځواب  ورکړى ، دا دقانون خلاف بولو ، دا دټولو ننګرهاريانو نظر نه بلکې دهغوى شخصي نظر دى. 

 

دننګرهار  وروستيو پيښو ته په پام ددغو وکيلانو دغسې کړنې ، دننګرهار دناامنۍ سبب ګرځي او دښمن ته دفعاليت  زمينه برابروي  ځکه هيله لرو  چې دغسې تحرکاتوته خاتمه ورکړو .

 

په قانون کې دهرچا حقوق او صلاحيتونه معلوم دي ، دڅوتنو لخوا قانون په لاس کې نيول  ، په هېواد کې انارشيزم ته زمينه برابروي ، ځکه مونږ غواړو چې داوس لپاره ګل اغا شيرزى دوالي په توګه کار وکړي ، ځکه دا دننګرهار په خير ګڼو .

 

ننګرهار دڅوتنو کور نه دى ، بلکې دميشتوقومونو ګډ کور دى  او مونږ ميشت قومونه به چاته ددې اجازه ورنکړو چې دننګرهار امنيت خراب کړي .

 

مونږ دننګرهارميشت قومونو له مرکز نه راغلي پلاوي څخه هيله کوو ، چې دولسونو غږ واوري او په دې موضوع کې پوره دقت وکړي او ننګرهار دڅو تتو دشخصي ګټو قرباني نه شي .

 

مونږ ننګرهاريان پرمختګ او بازسازي غواړو ، ناامني نه غواړو ، دواليانو تغير او تبديل دجمهور رئيس کار دى ، مونږ دجمهور  رئيس هرحکم ته درناوى لرو. پاى

وسلام

دننګرهار ددوه ويشت ولسواليو ولسونه »

د پورته خبرو له یادونې څخه زما موخه ، په ننګرهار کې د کومې ټاکلې ډلې او یا کړۍ څخه ننګه نه ده بلکې د ننګرهار له امنیت ، ابادۍ او ښېرازۍ څخه باید ننګه وشي . د ننګرهاریانو له سوکالۍ څخه باید ملاتړ وشي .  

د ننګرهار ولسونه چې هوښیارتیا يي د ستاینې وړ ده باید نور هم ویښ او بیداره واوسي .

که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه

د لېندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي

اوس به پنجاب او د هغه لاسپوڅې نویو ګډوډیو ته کمین نیسي ، چې د ننګرهار ولسونه هم باید له تاریخه په پوهې سره دغسې ګډوډیو مخنیوي ته چمتو واوسي !

ستاینه او شاباس د ننګرهار په ولسونو !

پای

اخځونه :

ــ تاند او نورې بریښناپاڼې


March 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات